وسله وال طالبان هر کال د نشه يي توکو د کاروبار له کبله ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالر ګټي.
سیګار په یوه تازه خپاره کړي راپور کي ویلي چي د میلیاردونو ډالرو په لګېدو لا هم افغانستان د نشه يي توکو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد دی.
ددغه بنسټ په راپور کي راځي سره له دې چي افغان حکومت او ناټو د نشه يي توکو د کاروبار او کښت پر وړاندي د مبارزې خبره کوي خو لا هم دوی په دې کار کې بریالي سوي نه دي.
په راپور کي راځي چي له درېیو یوه برخه نشه يي توکي د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کي کرل کیږي.
همدا راز د طالبانو تر حاکمیت لاندي سیمو کي بیا پر ۱۲۳ زره هکتاره ځمکه نشه يي توکي کرل کېږي.
سیګار زیاتوي چي طالبان خپل ۶۰ سلنه لګښتونه د نشه یي توکو د کښت او قاچاق له درکه ترلاسه کوي او هر کال تر ۴۰۰ میلیونه ډالرو پوري له دې درکه ګټه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون