د روان کال تر پایه به کاسا زر پروژه ګټه اخیستني ته وسپارل سي

کاسا زر په سیمه کي دانرژۍ د لیږد تر ټولو ستره پروژه ده، چي د تاجکستان او قرغزستان برېښنا پاکستان او افغانستان ته لېږدوي. تر دې وړاندې ټاکل سوې وه چې دغه پروژه د ۲۰۱۸ کال تر پایه ګټه اخیستني ته وسپارل سي خو اوس ویل کیږي چي د روان میلادي کال ترپایه به ګټه اخیستنې ته سپارل کېږي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ریٔس امان الله غالب وایي په تاجکستان او پاکستان ځیني ستونزي ددې سبب سوي چي دغه پروژه پوره اته میاشتي و ځنډېږي او د ۲۰۱۸ کال پر ځای د ۲۰۱۹ کال په پای کي بشپړه سي.

هغه ویلي چي ددې پروژې په بشپړېدو سره به افغان حکومت میلیونونه ډالر ګټه وکړي.

کاسا زر د تاجکستان او قرغزستان ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته صادره کړي. افغانستان به هر کال ۵۰ میلیونه ډالر له دې درکه د ترانزیت حق اخلي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...