ډویډ سیډني: د سولي مسئله باید دومره ساده او اسانه و نه ګڼل سي

 د امریکا ددفاع وزارت یوه پخواني مرستیال له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي چي په افغانستان کي د طالبانو روانه جګړه ددغه هېواد له تېري څلوېښت کلنې جګړې سره اړیکه لري نو د سولي رواني خبري باید دومره اسانه او ساده و نه ګڼل سي.
ډیویډ سیډني ویلي په دې برخه کي بېړه نه ده په کار او ټولو مسایلو ته دقیق فکر په کار دی.
دده په خبره دا سمه ده چي د افغانستان جګړه د خبرو له لارې حل کړل سي او دا به د ټولو اړخونو لپاره یوه لاس ته راوړنه وي، خو په دې برخه کي بېړه به بیا د ټولو په زیان وي.
په ورته وخت کي د ولسمشر یوه ویاند بیا الجزیرې ته ویلي چي دوی یوازي د بین الافغاني مذاکراتو توافقات مني او د افغان سولي په اړه د بهرنیو لورو ترمنځ توافقات ورته د منلو نه دي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...