ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ پر ټوېټر ولیکل چي ماته یو ګډوډ حالت په سوریې او افغانستان کي په میراث رسیدلی دی، دا داسي جګړې دي چي نه یې لګښت او نه یې تلفات انجام لري.
ټرمپ په دې ټوېټر کي دا هم لیکي دي چي ده د انتخاباتي مبارزې پرمهال په ډېر قوت دا خبره کړې وه چې دا جګړې باید پای ته ورسیږي.
جمهور رئیس ټرمپ بیا په افغانستان کي د امریکا لګښت ته اشاره کړې ده او لیکلي یې دي چې هر کال په دغه هېواد کي موږ پنځوس میلیارده ډالر لګوو او هلته مو سخته حمله کړې ده، خو اوس وروسته له اتلسو کلونو د سولي خبري کوو.
د امریکا د متحد ایالتونو سنا یوه ورځ مخکي تر دې د پنجشنبې په ورځ هغه لایحه رد کړه چي پکښي له افغانستان او سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه سوې وه.
له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د سنا په تصویب سوې لایحه کي راغلي دي چي په دې دوو هېوادونو کي لا هم افراطي اسلامپالې ډلي فعالي دي او دا د متحده ایالتونو لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي.
په لایحه کي دا یادونه هم سوې ده چي که څه هم په افغانستان او سوریه کي د داعش ډلي او القاعده شبکې پرضد په مبارزه کي پرمختګ سوی، خو په دواړو هېوادونو کي د ترلاسه سویو بریاوو د ساتني لپاره له لازمو اقداماتو پرته د امریکا د پوځي ځواکونو بې وخته وتل نه یوازې سیمه بې ثباته کولای سي، بلکي د داسي یوې تشې باعث کیدای سي چي روسیه او ایران به د هغي د ډکولو هڅه وکړي.
مسکو چي څو ځله یې په تېر یوه کال کي طالبان وربللي دي، روانه اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو یې بیا د طالبانو استازي وربللې دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون