راپور: محمد یار مجروح
دیوې لويي غونډي پر مهال د کندهار ولسي او قومي مشرانو له مرکزي ادارې وغوښتل چي د سولي رواني خبري بایدرښتیني وي او پدې برخه کي يې د هر ډول معاملې مخالفت وکړ.
دوی همدارنګه وویل چي د سولي په برخه کي د لوی کندهار د مشرانو شتون حتمي دی.
د کندهار ولسي او قومي مشرانو نن د یوې غوندي پر مهال د سولي د روانو خبرو ملاتړ وکړ او پدې برخه کي یې د هر ډول معاملې مخالفت وکړ .
دوی وویل د سولي رواني خبري باید رښتني وي او جزئیات یې باید له عام خلګو سره وخت پر وخت شریک کړل سي.
د یادي غونډي پر مهال د کندهار د ولایتي شورا رئيس سیدجان خاکریزوال وویل چي افغانان د سولي څخه بله لار نلري او باید پدې برخه کي رواني خبري رښتیني وي.
یو شمېر ولسي اوقومي مشرانو وویل چي د سولي په روان بهیر کي دلوی کندهار دمشرانو شتون ځکه حتمي دي چي دغه سیمه هر وخت د ستونزو د تصمیم نیولو مرکز بلل سوې او د وسلوالو طالبانو ډیری مشران هم له همدې سیمي څخه دي.
دوی وویل چي د سولي د روانو خبرو په اړه د عامو خلګو سره شکونه پيدا سوي او باید د دې پروسې په اړه وروستي جزیات باید د عاموخلګو سره شریک کړل سي
ولسي مشرانو د غونډي پر مهال په پریکړه لیک کي وویل هغه څوک چي د سولي په برخه کي کار کوي د هغوی ملاتړ به کوي او هغه څوک چي د جګړې دوام غواړي په کرکه ورته ګوري او د ورانیو او خرابیو پړه پر هغوی ور اړوي.
په یاد پرېکړه لیک کي دا هم ویل سوي وو چي د جګړې دواړه طرفه باید اوږدمهاله اوربند اعلان کړي
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون