د سولې په ټولو مذاکراتو او غونډو کي باید افغان حکومت ګډون وکړي.
په سیمه کي د افغانستان تر ټولو نږدې متحد، هند وايي د افغانستان د سولي له پروسې ملاتړ کوي او ددې پلوی دی چي د سولي په ټولو بحثونو او مذاکراتو کي افغان حکومت ته د ګډون زمینه برابره کړل سي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راجش کومار ویلي په ټولو مذاکراتو او غونډو کي باید افغان حکومت حاضر وي. دده په وینا د سولي د مذاکراتو واک باید له افغانانو سره وي او ددوی تر ملکیت لاندي دغه پروسه پر مخ لاړه سي. راجش کومار د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم ویلي چي په دې مسئله کي دي د بېړي پر ځای له فکر کار واخیستل سي او تر دقیقې ارزوني وروسته دې په دې اړه پریکړه وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون