راپور: نورګل اندړوال
تیره ورځ په بغلان کي معترضو نوماندانو لاریون وکړ اود درې ساعتونو لپاره یې د کابل –شمال لویه لار دترافیکو پرمخ تړلې وه
په بغلان کي معترضو نوماندانو لاریون کړی او له ټاکنیزو کمېسیونونو دعدالت غوښتنه کوي .
دوی چي ددرې ساعتونو لپاره دکابل – شمال لویه لاره دترافیکو پرمخ تړلې وساتله وي ویل تر څو چي توري رایې له سپينو بیلي نه سي، مدني حرکتونونه به یې لاس ونه خلي .
دلاریون په ترڅ کي چي درې ساعته لاره لویه تړل سوې وه یو لړ ستونزي یې هم دنهو شمالي اوشمال شرقي ولایتونو تلونکو مسافرو ته جوړي کړي دي چي مسافر دستونزو په هواري کي لاریون دحل لار نه ګوري .
لاریون کوونکي وايي، له بایومټریک پرته کارول سوي ټولي رایې له درغلیو ډکي دي او باید عدالت پلي سي .
دنوماندانو پلویان وايي په ټاکنو کي سازمان سوي سیستماتیکي درغلۍ سوي دي چي باید په بې پرې توګه یې دقیقه څېړنه وسي.
دلته دنوماندانو پلویانود ټاکنیزو کمېسیونونو مسٔوولین په غفلت او معامله ګرۍ تورن کړل او د هغوی دمحاکمې غوښتنه یې وکړه .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون