کندهار: د وترنرۍ په برخه کي (۲۴) تنه له مسکلي زده کړو فارغ شول

خبريال: سيد حميد هاشمي

په کندهار کي (ډي سي اې) موسسې ۲۴ کسان د وترنرۍ په برخه کي له ۶ مياشتنيو زده کړو وروسته فارغه کړل.

د کرني او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، ياد کسان به د کندهار په ولسواليو کي د وترنرۍ په برخه کي خلکو ته خدمات وړاندي کوي. فارغه سوو کسانو ته د وترنرۍ د برخي مکمل سامان الات هم ورکول سول، ترڅو هغوی په عملي کار کي استفاده ځني وکړي. په ټولنيزو چارو کي د کندهار ولايت مقام مرستيال اغالالي دستګيري د (ډي سي اې) موسسې له همکارۍ څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چي کندهار يو زراعتي ولايت دی او په دې برخه کي لا ډېر کار ته اړتيا ده. دستګيري، د ولسواليو لپاره د وترنرۍ په برخه کي د مسلکي کسانو روزل ډېر مهم وبلل او زياته يې کړه، چي د دغو روزل سوو کسانو په ورتګ سره به په ولسواليو کي د مالدارانو ډېري ستونزي حل سي. پر همدې مهال د کندهار دکرني او مالدارۍ رئيس، حفيظ الله سعيدي وايي، چي ياد فارغه کسان به د کندهار په ۹ ولسواليو کي د مالدارۍ په برخه کي خدمات وړاندي کوي. سعيدي زياتوي، چي دغو روزل سوو کسانو ته ورکول سوی سامان شاوخوا ۵۰۰ امريکايي ډالره قيمت لري او دوی کولای سي، د وترنرۍ په ټولو برخو کي کار ترې واخلي.

نوموړی وايي، مالداران د مالونو په روزلو پوهيږي، خو د ناروغيو په درملنه کي ډېري ستونزي لري، چي د يادو کسانو په ورتګ سره به د مالدارانو ډېري ستونزي مرفوع سي. د وترنرۍ په برخه کي فارغه کسان وايي، له زده کړو سره يې علمي سطحه هم ډېره لوړه سوې ده او کولای سي، په سيمه کي د مالدارانو ستونزي حل کړي او د ډېرو حيواني ناروغيو درملنه وکړي. دوی له دولته غوښتنه کوي، چي په ولسواليو کي دي دوی ته حيواني کلېنيکونه جوړ کړي.(ډي سي اې) موسسه له ۲۰۱۴ کال راهيسي په کندهار کي فعاليت کوي، چي تر دا مهاله يې په نهو ولسواليو کي ۳۷ حيواني کلېنيکونه هم فعاله کړي. د يادي موسسې د مسوولينو په وينا، چي تر دا مهاله يې په کندهار کي (۲۷۰۰۰۰) څارويو ته واکسين هم ورکړی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...