د اروزګان ولايتي شورا: چوره ولسوالي د سخت امنيتي تهديد سره مخ ده

خبريال: سيد حميد هاشمي

د اروزګان ولايتي شورا وايي، وسله والو طالبانو د چورې ولسوالۍ د نيول کېدو لپاره د تيرو دوو ورځو راهيسي ډله ييز بريدونه پيل کړي او د ولسوالۍ تر ۲۰۰ مترۍ پوري رسېدلي دي.

دوي وايي، که چورې ته پاملرنه ونه سي، نو د سقوط وېره يې شته. خو امنيتي مسئوولين وايي، د طالبانو ډله ييز بريدونه يې په شا کړي او سيمي ته نور تازه دمي ځواکونه هم د رسېدو په حال کي دي.

وسله والو طالبانو د تېري شنبې په ماښام د اروزګان په چورې ولسوالۍ کي پر امنيتي پوستو تر ډله ييزو بريدونو وروسته ددغي  ولسوالۍ ګڼي سيمي تر خپل کنټرول لاندي راوستې او دامهال جګړه د ولسوالۍ د ودانۍ تر ۲۰۰ مترۍ پوري رسېدلې ده.

د اروزګان د ولايتي شورا رئيس اميرمحمد بارکزۍ او مرستيال د چورې ولسوالۍ امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وايي، که د مرکز څخه ولسوالۍ ته نور ځواکونه ونه رسيږي، نو د سقوط احتمال يې سته.

دوي وايي، تر دې مهاله چورې ولسوالۍ ته نور تازه دمي ځواکونه نه دي رسېدلي او په ولسوالۍ کي مېشت امنيتي ځواکونه د مهماتو د نشتون سره هم مخ دي. ولايتي شورا پر مرکزي او ولايتي مسئوولينو نيوکه کوي، چي د طالبانو د بريدونو په مخنيوي کي پاتي راغلي دي.

د اروزګان امنيتي چارواکي، په چورې ولسوالۍ کي د طالبانو بريدونه مني، خو وايي، طالبان بيرته په شا سوي او زياته مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده. د امنيې قومندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمري وايي، د مرکز ترينکوټ څخه چورې ولسوالۍ ته نور تازه نفسي ځواکونه پرلاره دي او د نوو امنيتي سرتېرو په رسېدو سره به ډېر ژر امنيتي ساحه هم پراخه سي. د امنيت امر وايي، د تيري شپې راهيسي د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلي ترڅنګ يو پوليس سرتېری هم وژل سوی او څلور نور ټپيان دي.

يو کال مخکي هم وسله والو طالبانو د مرکز ترينکوټ پر يو شمېر سيمو تر ډله ييزو بريدونو وروسته، ځان د ښار څنډو ته ځان ورساوه، چي وروسته هره ورځ په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کي د امنيتي پيښو او مرګ ژوبلي خبرونه ورکول کېدل.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...