د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، د روان میلادي کال له پیله له پاکستان او ایرانه له ۲۰ زرو زیات کډوال افغانستان ته راستانه سوي

د «IOM» د راپور له مخي له ټولو نژدې ۲۲ زره کډوالو څخه چي د رواني جنوري میاشتې له لومړۍ نېټي څخه هېواد ته را ستانه سوي نېژدې ۲۱ زره له ایران او یوازي ۹۵۰ کسان له پاکستانه راغلي افغانان دي، په‌داسي حال کي چي په تېرو کلونو کي به له پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو شمیر د ایران په پرتله زیات وو.

پر ایران د لویدیځ بندیزونه چي په نتیجه کي یې دا هیواد له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ سوی، خپل هیواده ته د افغان کډوالو د راستنیدو یو مهم علت ګڼل کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...