د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل چي تېره ورځ په دې ولسوالۍ کي د ځانګړو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کي چي د نړیوالو ځواکونو ملاتړ هم ورسره و، د طالبانو د درې مهمو مشرانو په ګډون ۵۷ وسلهوال طالبان وژل سوي دي.
ښاغلي رضایي وژل سوي طالب مشران، د قیصار ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستیال ولسوال مولوي خان آغا، د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د محکمې رئیس حفیظ الله او بل د دې ولسوالۍ مالي مسول یاد کړل.
د هغه په وینا پهدې عملیاتو کي د طالبانو یو پټنځای هم لهمنځه وړل سوی او دوه طالبان ژوندي نیول سوي دي.
خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون