د یوې نوې نظر پوښتنې له مخي ۵۷ سلنه امریکایان ددې پلویان دي چي ټرمپ خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.
له دې ډلي یوازي ۶۷ سلنه یې امریکایي نظامیان دي.
بل پلو نشنل انټرسټ نشریه په خپله یوه مقاله کي لیکي چي امریکا په افغانستان کي روانه جګړه نه سي ګټلای او اړ هم نه ده چي دغه جګړه وګټي.
د سرچینې په وینا امریکا ددې لپاره د افغان جګړې ګټل غواړي چي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر امن مرکز بدل نه سي، خو په دې باید سترګې پټې نه سي چي هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کي مستقیما امریکا ته ګواښ نه ده.
نشنل انټرسټ لیکي طالبان امریکايي ګټو ته ګواښ نه دي نو ځکه واشنګټن ته نه ده په کار چي په افغانستان کي ددغه ډلي پر ضد خپلي جګړې ته ادامه ورکړي.
د سرچینې په خبره له همدې امله لوړه سلنه امریکایان په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د حضور مخالفین دي او ددغه جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون