د «IOM» د راپور له مخي له ټولو نژدې ۲۲ زره کډوالو څخه چي د رواني جنوري میاشتې له لومړۍ نېټي څخه هېواد ته را ستانه سوي نېژدې ۲۱ زره له ایران او یوازي ۹۵۰ کسان له پاکستانه راغلي افغانان دي، پهداسي حال کي چي په تېرو کلونو کي به له پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو شمیر د ایران په پرتله زیات وو.
پر ایران د لویدیځ بندیزونه چي په نتیجه کي یې دا هیواد له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ سوی، خپل هیواده ته د افغان کډوالو د راستنیدو یو مهم علت ګڼل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون