په هرات کي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د څانګي مرستیال عبدالغفار جمشیدي وویل چي «دوشنبې» د لاجورد لارې په تړون کي د ورګډیدو هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړه:
“هغه هیوادونه چي د دې لاري په اوږدو کي پراته دي، غواړي خپل اړیکي پراخ کړي. حتی تاجکستان هم لېوالتیا ښودلې چي په دې موافقه کي شامل سي.”
تیره میاشت ۹ کانټینرونه چي د افغانستان تجارتي مالونه پکښې وو، د لاجورد پر لاره په ۱۵ ورځو کي ترکیې ته ورسېدل.
د لاجورد لارې په تړون کي افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان، اذربایجان او ترکیه غړيتوب لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون