هلمند: له جګړو تازه تصفیه سویو سیمو اوسیدونکي د جګړې پر دواړو غاړو د سولي ږغ کوي

راپور: جواد داوري

دغه اوسیدونکي چي نژدې درې کاله په لښکرګاه، ګرشک او نادعلي ولسوالۍ ته بې ځایه سوي وه اوس تازه بیرته خپلو کلیو ته ستانه سوي دي.

دوی د حکومت او وسله والو طالبانو غواړي چي جګړه پاي ته ورسوي او د سولي ټینګښت د پاره په ګډه هلي ځلي وکړي.

دغه اوسیدونکي که څه هم د خپلو اقتصادي ستونزو یادونه کوي بیا هم له حکومت او وسله والو طالبانو یوازي سوله غواړي وايي په امن کي کولای سي خپل ژوند بیرته جوړ کړي.

پرهمدي مهال د سیمي دیني عالمان هم د سولي د تامین پلوي دي د سولي په ټینګښت کې د حکومت د وروستیو هڅو ملاتړ کوي.

دوی وايي د تیرو څلور لسیزو او په روانه ۱۷ کلنه جګړه کي پرته د افغانانو له قرباني بل هیڅ په لاس نه دي ورغلي.

دیني عالمانو پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چي ټوپک پر مځکه کښېږدي د سیاسي هڅو له لاري خپل اهدافو ته ځانونه ورسوي.

د باباجي د سیمي تر څنګ څو ورځي مخکي په ګرمسیر او ګرشک ولسوالیو کي هم ورته د سولي د ټینګښت او ملاتړ غونډي جوړي سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...