راپور : نورګل اندړوال
دپلخمري ښار جامع جومات دبیا جوړولو کار پیل سو چي په اساسي ډول په دوه پوړونو کي به د ۲۱۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري .
مسٔولین وايي چي د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي او حمایوي ادارې پریکړه کړې چي په ټولو ولایتونو کي دې دمرکز جامع جوماتونه په اساسي ډول دښارجوړونې وزارت له لوري جوړسي .
که څه هم دپلخمري ښاریان دولسمشرۍ ماڼۍ له دې کاره خوښي ښيي خو غوښتنې یې دادي چي د جومات په بیا جوړولو کي دي مسٔولین د کار کیفیت باندي پام وکړي .
دبغلان اوسیدونکي دښارجوړوني وزارت او دبغلان له ځايي ادارې غواړي چي د جومات دبیا جوړولوکار دي په چټکۍ سره ترسره کړي ترڅو په سړو او تودو موسمونو کي ښاریان وکولای سي په اسانۍ او وخت سره جومات ته راسي او خپل لمونځ ترسره کړي.
په ورته مهال مسٔولین بیا ولس او ښاریانو ته دکار دښه کیفیت د ډاډ ترڅنګ غوښتني لري چي په رغنیزو کارونو کي دي د حکومت سره هراړخیزو مرستو ته ژمنتیا نوره هم زیاته کړي .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون