راپور: مهتمم صالح
د کندهار په ارشاد، حج او اوقاف رياست کي دیني علماء د یوې غونډي په ترڅ کي ټینګار وکړ چي باید افغانان په خپلو کي په اتفاق سي تر څو اوسنۍ ستونزي له منځه ولاړي سي.
د کندهار د حج او اوقاف رئیس قاضي محمدعمراخندزاده وویل، یوازنۍ لار چي افغانان سولي ته رسوي یووالی او اتفاق دی.
اخندزاده وايي، د افغانستان ټول وګړي د سولي غوښتنونکي دي او د جنګ له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي، چي نور له جنګه لاس واخلي.
بل خوا ديني علماء وايي، ګاونډي هيوادونه خپلو ګټو ته په کتو غواړي په افغان سوله کي خنډ جوړ کړي، او نه غواړي چي په افغانستان کي امنيت تامين سي.
د علماء په خبره، حکومتي چارواکي دي د عدالت په تامين کي جدي اووسي او پر ټولو وګړو دي يو ډول قانون تطبیق کړل سي.
دغه راز علماء وايي، افغانان دي د قوم پرستۍ څخه لاس واخلي او د سولي په راستلو سره دي خپل او د هیوادوالو ژوند ښې لوري ته بوځي.
په هيواد او یو شمېر نورو هیوادونو کي د افغان سولي لپاره هڅي په داسي حال کي زیاتي سوي، چي لا هم وسله والو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د خلکو په خبره، ښکلې غاړي سولي ته پوره ژمنتیا نه لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون