دوه کاله مخکي د کندهار ولایت ماڼۍ کي په یوه خونړۍ برید کي د شهید هاشم خان په ګډون ۱۲ تنه شهیدان سوه چي شپږ تنه يې د عربي متحده اماراتو ډپلوماټان وو.
شهید هاشم خان کرزی ملي پانګوال او د کندهار عینو میني مسؤل وو چي بیا رغوني او سرسبزۍ فکر یې درلود او په یاده اداره کي یې نژدې ۵ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي وو.
د کندهار قومي مخور مشران او دیني عالمان د شهید هاشم خان کرزي شهادت نه جرانېدونکې ځایع بولي او زیاتوی چي تشه به یې تر ډیره ډکه نسي.
دوی وايي، شهید هاشم خان کرزي د بیا رغوني د وطن جوړني فکر خاوند وو.
وطن ډیر کار ته اړتیا لري او راځی د وطن لپاره په ګډه اشر وکړو د شهید هاشم خان کرزي له شعارونه څخه دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون