تردې مخکي داسي راپورونه خپاره سوي وو چي له پاکستان سره افغانستان د بندیانو د تبادلي په برخه کي یوې موافقې ته رسیدلی دی.
دا خبره په اسلام اباد کي افغان سفارت رد کړه او وویل، یوازي یو بندي چي د افغانستان د کراچي په قونسلګرۍ کي یې درېیم سکرتر وژلی و، افغانستان ته سپاري.
حیات الله چي د کراچۍ په قونسلګرۍ کي ساتونکی و تورن سوی دی چي په ۲۰۱۷ کال کي یې درېیم سکرتر ذکي عبده وژلی.
افغانستان پخوا هم څو ځله له پاکستانه د حیات الله د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، خو اسلام اباد اوس راضي سوی دی چي دا کس راتلونکې اوونۍ افغانستان ته انتقال سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون