د نظر خاوندان وايي، د افغان حکومت له ګډون پرته د سولي رواني خبري بې ګټي دي

راپور: محمد یار مجروح

یو شمیر د نظر خاوندان وايي، افغان دولت باید په هر قیمت سوله وکړي ځکه جګړې د پرمختګ مخه نیولې او د بودیجې زیاته برخه هم د جګړې پر مهارولو مصرفیږي.

دوی وايي، اوسنۍ پروسه تر ډیره حده ښه ده خو افغان دولت دي د سولي په برخه کي فعاله اړخ وي.

د دوی په خبره که نړیوال هیوادونه پر پاکستان فشارونه زیات کړي کیدلای سي طالبان مستقیمآ د سولي په روانو خبرو کي برخه واخلي.

د نظر خاوندان زیاتوي، بهرني هیوادونه خپلي ګټي ګوري خو د سولي په برخه کي دي د هیواد دننه او دباندي رهبري باید د افغانانو په لاس کي وي.

بلخوا یو شمیر کسان د افغان سولي روان بهیر ته خوشبین دي او زیاتوي چي د ولسمشر له لوري وسلوالو طالبانو ته د مذاکراتو بې ساری وړاندیز، درې ورځنی  اوربند او د سولي اړوند روان نړیوال مذاکرات د سولي په برخه کي یو ښه پرمختګ دی.

دوی وايي، وسلوال دې ته اماده سوی تر څو سوله وکړي خو د سولی اساسي اواصلي محور باید افغان دولت وي تر څو د سولي خبري مدریت کړي.

که څه هم افغان حکومت او بهرنیو هیوادونو له وسلوالو طالبانو په وار وار غوښتني تر څو له افغان دولت سره مخامخ خبرو کولو ته چمتو سي خو طالبانو د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره له لیدنی انکار کړی دی.

افغان ولسمشر بیا د طالبانو لخوا د خبرو څخه انکار د هغوی د سیاسي ماتي په معنا بللې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...