د روزګان د ملي امنيت منسوبينو د پاڅونوالو هغه سرتیرى نيولى چي پر يو ماشوم يې تر تښتولو وروسته جنسي تیرى کړى و.
د ملي امنيت رياست نيول سوى کس په ترينکوټ ښار کي رسنيو ته وښود.
د دغه رياست يوې سرچينې وويل چي د عبدالستار په نوم نيول سوی کس د هغو درو کسانو له ډلې دى چي څو ورځې مخکي يې دغه ٩ کلن ماشوم تښتولى او بيا يې پرې جنسي تیرى کړى و.
سرچینه وايي، نيول سوی تورن له دې مخکي د ملي امنيت په چوکاټ کي په ولسي پاڅونوالو کي دنده درلوده.
ملي امنيت وايي چي د پاته دوو کسانو د نيولو لپاره يې هم هڅي رواني دي.
نيول سوي عبدالستار هم په خبرو کي پر خپل جرم اعتراف وکړ او ویې ویل چې څلور ورځي مخکې يې يو هلک د هوټل له مخې د يو بل ملګري په مرسته وتښتاوه.
هغه زياته کړه، دغه ماشوم يې درې شپې له ځان سره ساتلى و او په دې موده کې يې پرې جنسي تېری هم کړی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون