راپور: جواد داوري
ناوه په هلمند کي له نسبتا امن ولسوالیو څخه شمیر کیږي خو لاهم ددې ولسوالي یوشمیر سیمي د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندي دي.
ځايي اوسیدونکي د امنیت د ټینګښت او عملیات د پیلیدو تر څنګ د غاصبینو پر وړاندي د جدي دریځ غوښتنه کوي.
د ناوې ولسوالۍ قومي مشران وايي له یوې خوا يې دولتي مځکي غصب سوي له بلي خوا سیمه ایزه حکومتولۍ ته چنداني پاملرنه نه کیږي له همدي امله يې څو ځلي د هلمند ولایتي چارواکو او مرکز کي وزیرانو سره وړاندیزونه شریک کړي دي خو تراوسه کوم اقدام نه دي ترسره سوي.
د هلمند والي جنرال محمد یاسین وايي د مځکو غصب په تیرو څو لسیزو کې د هلمند په ټولو ولسوالیو کي په پراخه کچه سوي دي اوس دولت ته دا یو ننګونه ده چې له غاصبینو مځکي راخلاصې کړي.
هلمند والي وايي، تر ډیره دولتي فارمونه، دښوونځیو مځکي او روغتیايي مرکزونو مځکي لومړي غصب او بیا پر څو لاسه یو پر بل پلورل سوي دي چي په دې برخه کي یوشمیر مځکي را خلاصي کړي خو لا هم نه دي توانیدلي چې د خلکو غوښتنو ته مثبت جواب ووايي.
ناوه ولسوالۍ د لښکرګاه په جنوب کي تر ټولو نژدې ولسوالي ده خو لاهم خلک وايي روغتیايي مرکزونو،عامه خدماتو او ماشومان يې ښوونځيو ته لاس رسی نه لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون