د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره رسنیو ته په لیږل سوې خبرپاڼه کي په کابل کي د تیري شپې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندل سوی دی.
په خبرپاڼه کي راځي چي د ترهګریزو بریدونو دوام د هیچا په ګټه نه دی، یوازي جګړه اوږدوي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
نوموړي د تیرې شپي برید د ټولو انساني او بشري قوانینو او اصولو ضد عمل بللی دی او پر ښکیلو خواوو یې ږغ کړی چي نور دې د ملکي وګړو وژل بند کړي.
هغه ټینګار کړی چي دغه ډول پېښي د افغانستان د ثبات، سولي او امنیت دښمنان ترسره کوي او په دې توګه دوی ثابتوي چي په افغانستان کي د جګړې د دوام پلویان دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون