کابل ښار د نهمي امنیتي‌ حوزې اړوند عبدالحق څلور لاري کي نن سهار د چسپکي ماین چاودني یو تن وژلی

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي چي ماین په یو کورلا ډوله موټر پسي نښلول سوی چي له سیمي څخه دتیرېدو پرمهال یې چاودنه کړې ده.
ښاغلي‌ دانش ویلي چي، په دغه چاودنه کي یو تن وژل سوی او موټر هم ویجاړ سوی دی.
دا په داسي حال کي ده چې تېره شپه د نهمي امنیتي حوزې اړوند د کابل له ګمرک سره د بهرنیانو پر کمپ موټر بم حمله کي لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله وواښتل.
تر دامهاله د دغو چاودنو مسؤلیت کومي وسله والي ډلي په غاړه نه دی اخیستی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...