زلمی خلیلزاد: چین د افغان سولي لپاره له ټولو هڅو د ملاتړ ډاډ راکړی دی

چین په افغانستان کي د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي. د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چین ته سفر کړی و. نوموړي چین ته تر رسیدو مخکي لیکلي وه، هیله لري چي له چینايي لوري سره مثبتې او ګټورې خبري ولري. زلمي خلیلزاد تیره ورځ له چینايي چارواکو سره لیدلي دي او په خبره یې دغه لیدني ګټوري وې.

د خلیلزاد په خبره چین ویلي چي دوی په افغانستان کي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کي همکارۍ ته تیار دي. چینايي لوري ویلي چي افغانستان ته د سولي راتګ او په دغه هېواد کي د ثبات ټېنګیدل د ټولو په ګټه دی او چین هم دغه اقدامات ستایي.

خلیلزاد ویلي په دې لیدنه کي ټينګار سوی چي افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي او د سولي د خبرو پر مټ به دلته روانه جګړه پای ته رسول کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...