د کندهار د ګمرک رياست مسٔولين وايي، د تیرو کلنو په پرتله په ګمرکي عوايدو کي زيات والی راغلی دی

راپور: مهتمم صالح

د دغه رياست رئیس وايي، تېر مالي کال دوی ته شاوخوا ۶ ميليارده افغانۍ هدف ورکړل سوی وو، چي دوی له خپل هدف څخه ۱۳ سلنه زیات عوايد راټول کړي.

د کندهار د ګمرک رياست وايي، په تېرو کلنو کي د کندهار د ګمرک عوايد ډېر سوي، خو د پاکستان سره يې سوداګري لږ سوې ده.

د کندهار د ګمرک رئیس محمداکبر د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل، ، تېر مالي کال دوی ته ۶،۲ ميليارده افغانۍ هدف ورکړل سوی وو، چي دوی له خپل هدف څخه ۱۳ سلنه زیات عوايد راټول کړي.

د کندهار د ګمرک رئیس وايي، اوس سوداګر کولای سي، چي د شخصي بانک له لاري په اسانۍ سره خپلي تعروفي تحويل کړي.

دغه راز دی وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کي يې د ګمرک لپاره ۴۴ جریبه مځکه برابره کړې، چي په دې سره به د هغو کسانو مخه ونيول سي، چي د تعروفې څخه فرار کوي.

محمداکبر زياتوي، تر ډېره يې د فساد مخه نيولي ده او هڅه کوي، چي پر قاچاقي لارو د توکو د راوړلو مخه هم ونيسي.

د ګمرک د رئیس په خبره پر سرحداتو د هغو موټرانو مخنیوی کوي، چي ډېر وزن لري.

دی وايي، هغه نقليه وسايل چي د چپ لاس لرونکي دي او د ترافيکو مديریت لخوا دوی ته سپارل سوي ژر به يې پرزه يا ليلام کړي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...