په کابل کي د تیري شپي برید څه کم سلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د کورنیو چارو وزارت وايي چې چاودنه په موټر کي د ځای پر ځای سوو چاودېدونکو توکو د چاودني له امله رامنځ ته سوې ده.

ددغه وزارت ویاند نجیب الله دانش وايي پېښه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کي سوې ده.

په دې حوزه کي د ګرین ولېج په نامه د بهرنیانو کمپ دی او په موټر کي بار چاودېدونکي توکي د همدې کمپ له ديواله سره جنګول سوي دي. چاودنه خورا درنه وه او د کابل ښار تر ډېرو لرو پرتو سیمو یې ږغونه اورېدل سوي دي. په پېښه کي د کمپ دوه ساتونکي او دوه پولیس وژل سوي او ۹۰ کسه نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چي د چاودني له امله شاوخوا کورونو او ودانیو ته سخت زیانونه اوښتي دي.

د برید مسٔوولیت تر اوسه کومې ډلي په غاړه نه دی اخیستی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...