نوموړي وویل چي په دغه کمیسیون کې پراخ فساد ددې سبب سوی، چي د دولت او ملت باور ته زیان ورسي او خلک پر ټاکنو بې باوره سي. دده په خبره دغه کمیسیون کم کاره دی او د درېیو میاشتو په تیریدو لا هم په دې نه دی بریالی سوی چي د کابل ولایت د ولسي جرګي د ټاکنو پایلي اعلان کړي. سرور دانش وویل، چي د ټاکنو کمیسیون دغه کم کاریو او فساد د خلکو حوصله ختمه کړې ده. سرور دانش زیاته کړه، چي د ملي یووالي حکومت د ټاکنو په کمیسیون کي پراخ اصلاحات راولي او د خلکو حق ته درناوی کوي. هغه ژمنه کړې چي د خلکو د رایې د خوندیتوب او راتلونکي کي د دولت د باور تامین ته به د ټاکنو کمیسیون کې اصلاحات راولي. تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره سوي، چي ښايي د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کي پراخ بدلونونه او اصلاحات راوستل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون