سعودي عربستان غواړي په ګوادر بندر کي په ۱۰ میلیارده ډالر د تیلو چاڼ ځای جوړ کړي

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفلاح په ګوادر بندر کي چي د چین له لوري پراخیږي ویلي، غواړي د تیلو د یوه چاڼځای په جوړولو او همدا راز د چین-پاکستان په اقتصادي دهلیز کي د ګډون له لاري د پاکستان په اقتصادي وده کي مرسته وکړي. الفلاح پرون په ګوادر کي له هغه سیمي لیدنه کړې ده، چي ټاکل سوې دغه چاڼځای پکي جوړ کړل سي. هغه ویلي چي ددغه چاڼځای د جوړولو هوکړي د لاسلیک په موخه به محمد بن سلمان راتلونکي میاشت اسلام اباد ته لاړ سي او تر هغه وروسته به یې کارونه رسما پيل کیږي.

 

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...