پخوانی ولسمشر حامد کرزی: د افغانستان جغرافیايي موقعیت د امریکا لپاره خورا مهم دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي له هندي رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي د افغانستان جغرافیايي موقعیت د امریکا لپاره مهم دی، نو ځکه ویلی سو، چي دغه هېواد په افغانستان کي اوږد مهاله پلانونه لري.

دده په خبره امریکا به په هیڅ قیمت افغانستان له لاسه ور نه کړي او له دغه هیواد به خپل ځواکونه په بشپړه توګه ونه باسي.

هغه زیاته کړې چي امریکا غواړي له چین، ایران، روسیې او پاکستان سره په ګاونډ کي خپل ځواکونه ولري او دلته په سیمه کي خپل اهداف تعقیب کړي.

د حامد کرزي په خبره امریکا ته په کار ده، چي د خپلو موخو لپاره افغانستان قرباني نه کړي، بلکي ددغه هېواد خلکو او ځمکي ته بشپړ درناوی وکړي.

حامد کرزي همدا راز ویلي چي د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو ددې کار لپاره باید هر ډول خبري د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره سي. هغه هیله ښودلي چي د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت د طالبانو د ملاتړ پر ځای هغوی د سولي خبرو ته حاضر کړي. حامد کرزي د افغان سولي او افغانستان د پرمختګ په برخه کي د هند رول هم مهم بللی دی او له دغه هېواد یې غوښتي چي د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزې پرمختیا کي خپلي همکارۍ ډیري کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...