راپور: جواد داوري
ګرشک ولسوالۍ د کابل هرات پر عمومي لاره پرته ده د ستراتیژیک موقعیت له اړخه له مهمو سیمو شمیرل کیږي خو لکه چي ښايي دولت دومره پاملرنه نه ده ورته کړي.
د ګرشک ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي د زور واکانو له شتون څخه سرټکوي د هلمند ولایتي اداري څخه غواړي چي پراخ اصلاحات راولي تر څو خلک په امن کي ژوند وکړي.
په دې ولسوالۍ مافیايي ګروپونو زرګونه جریبه دولتي مځکه هم غصب کړې ده چي اوس دولت هڅه کوي ښوونکو او معلولینو کورنیو ته د اوسیدو مځکي ورکړي خو داسي سیمه پاته نه ده چي پر خلکو وویشل سي.
د ګرشک قومي مشران وايي تر هغو چي دولت له جدیت څخه کار وا نه خلي په دې ولسوالۍ به د خلکو ژوند همداسي له ستونزو سره مخ وي او هره ورځ به کړیږي.
په هلمند کي ګرشک یواځنۍ ولسوالي ده چي په هره ټولنیزه موضوع کي د ښځو ونډه فعاله ده او پنځه د انجونو ښوونځۍ هم خلاص دي.
د هلمند والي جنرال محمد یاسین وايي تر هغو چي د خلکو مرسته ورسره نه وي د زورواکو مخنیوي ناشوني دي.
دی وايي، په ځینو سیمو کي يې د مځکو غاصبین څارنوالۍ ته ور پیژندلي دي او په دې برخه کي لا هم کار کوي چي نور پرمختګ هم وکړي.
هلمند والي وايي د ګرشک ولسوالۍ د پاره تازه یو پنځوس بستریز روغتون منظور دی ډیر ژر به يې د جوړیدو چارې پیل سي.
ددي ترڅنګ په ګرشک ولسوالۍ کي د یوه ښوونځۍ د بنسټ ډیره کښیښودل سوه او ۷ کیلومټره سړک د جوړیدو چاري پیل سوي او شاوخوا ۱۳۰۰ وچکالي ځپلو سیمو د اوسیدونکو سره د خوراکي مواد د ویش لړي هم پیل سوه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون