ملي امنیت ویلي چي په نیول سوو کسانو کي دوه تنه یې انتحاري برید کوونکي وه.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز پېښه تائیده وي او زیاتوي چي دغه وسله والو غوښتل په کندهار ښار کي بریدونه تر سره کړي.
هغه وايي، چي دغه کسان په کندهار ښار، میوند او شاولیکوټ ولسوالیو کي نیول سوي دي.
امنیتي سرچینې وايي چې یوه اونۍ وړاندې په دې اړه استخباراتي معلومات وو چې د دولت وسله وال مخالفین په دې هڅه کي دي چي یو لوی برید تر سره کړي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون