د روزګان والي وایي، د ولسي تړون پروګرام له چارو خوښ نه دی

راپور: اجمل وصال

همدلته ولایت مقام کي د ولسی تړون ملي پروګرام دی، چي پکښي ددغه پروګرام د مسٔوولینو ترڅنګ د ولایت والي، د ولایتی شورا استازي، د یوشمیر نورو ادارو مسٔوولین او کلیوال راټول سوي دې.

غونډه د ولسي تړون د پروګرام د مدیرت ترعنوان لاندی وه خو زیات شمیر کډونوال بیا په دغه ولایت کې د سته چارو ناخوښ دي.

والي محمد شفیق اسدالله سعید په دغه ولایت کي د ولسي تړون پروګرام زیاتي پروژې د یوشمیر کسانو لخوا په دوهم لاس قراردادي ته ورکول کیږي او بیایې د خلکو د اړتیاو پرته په سیمه کې پلي کیږي.

والي دغه ډول کړني له یوې خوا د ولسي تړون ملي پروګرام ته د زیان اړولو او بلخوا د پروژو د ټیټ کیفت په معنی یاده کړه.

هغه ګواښ وکړ، که تردې وروسته دغه ډول پروګرامونه پلي سي، نو مسٔوولین به یې عدلي او قضایې ارګانونو ته وسپارل سي.

د روزګان ولایتي شورا مرستیال هم دغونډي پر مهال د ولسي تړون دغه ډول پروژې د خلکو په زیان وبللي.

محمد کریم کریمي وایي، په دغه ولایت کي د ولسي تړون پروګرام لخوا هغه ډول پروژي نه دي پلي سوي کوم چې د خلکو اړتیاوي.

په دې غونډه کي یوشمیر نورو برخوالو هم د ولسي تړون د ملي پروګرام له مسٔوولینو وغوښتل چ  د لته دي په سمه توګه خدمات وړاندي کړي.

د ولسي تړون د ساحوي دفتر مشر منیر احمد هم مني چې دغه پروګرام په  روزګان کي له ستونزو سره مخ دی او هغه ډول چي تمه کیږي، کارونه یې نه عملي کیږي.

هغه وایې، اوس مهال د روزګان په مرکز او چوري ولسوالۍ کي ددوی پرمختیایي کارونه روان دي او که نورې سیمي هم امن سي، غواړي چي دغه پروګرام وغځوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...