په هلمند کي د تریخ ناور اوسیدونکي له حکومت او وسله والو طالبانو غواړي چي خپل منځني خبري وکړي

راپور: جواد داوري

د تریخ ناور سیمه هره شپه د جګړو شاهده وه په دې ځای کي د کلونو کلونو راهیسي د وسله والو طالبانو او حکومت تر منځ د جګړې کرښه ده.

ددې سیمي اوسیدونکي وايي، د سولي وروستیو هڅو هیله مند کړي او له طالبانو غواړي چي د بهرنیانو پر ځاي د افغانستان د حکومت له استازو او سولي شورا سره کښیني خبري وکړي او جګړه پاي ته ورسوي.

دغه اوسیدونکي وايي، په جګړو کي یې د انسانانو تر څنک خپلي مځکي او سرمايې له لاسه ورکړي دي اوس غواړي د سولي په تامین سره په خپله سیمه کي ارام ژوند وکړي.

په دې سیمه کي اوس د ملي امنیت په چوکاټ کي د پارتیزاني ګروپ سرتیري مېشت دي.

د هلمند د ملي امنیت رئیس جنرال محمد طاوس له د سیمي له خلکو غواړي چي خپل ځوان نسل له جګړي وژغوري زده کړو ته يې و هڅوي.

په سیمه کي د روانو جګړو او نا امنیو له امله د تریخ ناور اوسیدونکي څو ځلي بې ځایه سوي دي او همدارنګه کرنیزي مځکي یې شاړي پاته وي چي اوس تازه بیرته خپلو کورونو کي ځای پرځای سوي دي.

په تریخ ناور د نادعلي، مارجې، ناوي، ګرمسیر او خانشین ولسوالیو تر منځ پراخه سیمه ده خو تراوسه هم دولت نه دي توانیدلي چي د یادي سیمي امنیت کابو کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...