په سویل کي د ملي اردو چارواکي وايې چي د کندهار په شاولیکوټ ولسوالي کي یې پراخ پوځي عملیات پیل کړی.
د کندهار ښار په شمال کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند په ځنګل سیمه کي بهرني هوايي ځواکونه هم د افغان ګډو ځواکونو سره په روانو پوځي عملیاتو کي برخه لري.
چارواکي وايي، په دغه سیمه کي د کندهار په ګډون د زابل او روزګان ولایتونو د نا امنیو لپاره هم ورڅخه وسله والو د یوه مرکز په توګه کار اخیستی.
په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اوردو درستیزوال جنرال شفیق الله رسولزی وايي چي له پرون ورځي راهیسي په پيل سویو عملیاتو کي ۳۵ وسله وال وژل سوي، د ماینونو د جوړیدو په ګډون يې ۸ مرکزونه لمنځه وړل سوي دي.
چارواکي وايي چي په دې وروستیو کي وسله والو غوښتل چي د دهلې بند تخریب کړي ځکه دوی یې پر وړاندي پراخ عملیات پيل کړل.
د شاه ولیکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان او د ملي اردو د لومړۍ لوا رئیس ارکان وايې چې د سیمي هیوادونو ځینو وسله والو پدې وروستیو درې اونیو کې هڅه وکړه چې د هلې بند په انفجاري موادو تخریب کړي چې دوی يې مخه نیولې.
له تیرو څو اونیو راهیسې په کندهار کې امنیتي پېښي زیاتي شوي چې په ترځ کې يې وسله والو په ځینو ولسوالیو کي پر افغان ځواکونو بریدونه کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د کندهار د شاولیکوټ د عملیاتو په اړه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون