د کندهار ولایتي شورا وايي، اړوند مسؤلین دي د مقدسو ځایونو پاکوالي ته خاصه پاملرنه وکړي

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د ولایتي شورا مسؤلین وايي، په دغه ولایت کي دي د مقدسو ځایونو پاکوالي ته خاصه پاملرنه وسي.

د کندهار دولایتي شورا رئيس سیدجان خاکریزوال وايي، پدې ورستیو کي د خرقې شریفي او احمدشابابا زیات پاکوالي ته خاصه پاملرنه نه کیږي.

دده په خبره خرقه شریفه یو مقدس ځای دی او کندهار ته راتلونکي میلمانه لومړی له همدې ځای څخه لیدنه کوي.

مقدسو ځایونو ته د پاملرني خبري پر داسي مهال کیږي چي څو ورځي مخکي د اطلاعاتو او کلتور معین رسول باوري ویلي وو چي متولیانو دخرقې شریفي یو شمیر قیمتي توکي خپلو کورونو ته وړي دي.

د کندهار د حج اوقاف رئيس محمدعمر اخوندزاده وايي، خرقه شریفه خپل مستقل ریاست لري چي هر کال د خرقې شریفي د ترمیم  او ساتلو لپاره د مستوفیت څخه یوه اندازه پيسې تر لاسه کوي.

د کندهار ولایتي شورا مسؤلینو همدارنګه د ټرانسپورټ ریاست او د ترافیکو له مسؤلینو وغوښتل تر څوپه ښار کي د لویو باروړونکو موټرو مخه هم ونیسي.

د ولایتي شورا د رئيس په خبره د کندهار ښار ډيری سړکونه د ډیر زون لرونکو موټرو له امله خراب سوي دي.

د ولایتي شورا مسؤلینو دتوبتی غونډي پر مهال دا هم وویل چي یو شمیر کسان غواړي د کندهار په معارف کي ستونزي رامنځ ته کړي.

خو دوی وايي، هیچا ته به اجازه ورنکړي چي معارف او د روغتیا ریاستونه په سیاست ورګډ کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...