بدخشان کي کان کیندونکي وژل سوي

راپورونه وایي، د بدخشان ولایت په یوه سیند کي د زرو پر تصفیه کوونکو د ورښت له کبله رېګ او خاوره ښویېدلي چي له امله یې لږترلږه دېرش کسان وژل سوي او اوه نور ټپیان دي.

د کوهستان ولسوال پوهنمل روستم وویل، نن سهار لس بجې د زرو تصفیه کوونکي په کار بوخت ووه چي ورښت له کبله رېګ پرې ښویېدلی ۳۰ کسان وژل سوي او اوه نور ټپیان دي. نوموړي وویل، چي د سیند منځ کي تر لسو زرو ډېر کسان کار کوي او سره زر تصفیه کوي. نوموړی وایي، سیمې ته امنیتي او مرستندویه ډله رسېدلې ده. په ورته وخت کي ځیني راپورنه بیا د وژل سویو شمیر ۵۰ ښیي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...