سولي شورا: تمه ده د جدې ناسته به د افغانستان په ګډون جوړه سي

د سولي عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي چي د سولي شورا د دارالانشا ریٔس عمر داوودزی راتلونکي سې شنبې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي.

د طاهري په خبره دی به هلته د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، سیاسي او مذهبي رهبرانو سره وګوري.

د سولي عالي شورا ویلي چي د جدې ناستي لپاره کومه نیټه نه ده ټاکل سوې او تمه ده چي دغه ناسته به د افغانستان په ګډون جوړه سي. د سولي عالي شورا دغه څرګندونې داسي مهال کوي چي تر دې وړاندي  طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره له خبري کولو ډډه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...