راپور: محمد یار مجروح
دپوهني مسؤلین وايي، له کلونو راهیسي زیاته برخه زده کوونکي د پنجشنبې په ورځ ښوونځیو ته نه حاضریږي چي پدې برخه د والدینو همکاري اړینه ده.
په کندهار ښار کي د اونۍ په اخره ورځ ۶۰ سلنه زده کوونکي د ښوونځیو پر ځای میلو ته ځي.
د اونۍ اخره ورځ د پنجشنبې رخصتي اوس د ښوونځیو د زده کوونکو یو دود ګرځېدلی دی.
په کندهار کي ۶۰ سلنه د لوړو صنفونو زده کوونکي د زهني آرامتیا په موخه د پنجشنبې په ورځ په ډله ییز ډول د ښوونځيو پر ځای میلې کولو ته ځي.
زده کوونکي ددې ستونزي اصلي لامل په ښوونځیو کي د درسي چاپيریال نشتون، د ښوونکو غیر حاضري او د ښوونځیو د آمرینو نه پاملرنه بولي.
یو شمیر ښوونکی د دا ډول رخصتیو پړه تر ډیره پر والدین ور اړوي چي دخپلو اولادونه څارنه نکوي.
دوی وايي،د دا ډول رخصتیو له امله ډیری زده کوونکي په ازموینو کي د ګډون څخه پاتیږي.
که څه هم د پوهني مسؤلین یاده ستونزه مني خو زیاتوي چي تر پخوا يې مخه ډیره نیول سوې ده.
د کندهار د پوهني رئیس عبدالقادر پيوستون پدې برخه کي د والدین همکاري اړینه بولي.
دده په خبره که څم پدې ورستیو کي د ښوونځیو په نظم کي تغیرات راغلي خو پر خپل سر د زده کوونکو د رخصتیو په برخه کي دي والدین همکاري وکړي او اولادونه دي په منظم ډول وڅاری.
بلخوا یو شمیر ښاریان وايي، دستوزي دحل لپاره دي مسؤلین ټنګار زیات کړي او د زده کوونکو لپاره دي درسي چاپيریال برابر سي.
په کندهار کي د بانډار لپاره د جمعې شپه تاریخي مخینه لري، خو د ښوونځیو زده کوونکي يې د ورځي له سره په میلو پيلوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون