کندهار ښاريان وايي، په ښار کي د ځينو سړکانو دوړو په تنفوسي ناروغيو اخته کړي دي

راپور:

د دوی په خبره، که يې دولت غمه ونه خوري، دوی به له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان سي.

بلخوا د کندهار ښاروالۍ مسولين وايي، په روان مالي کال کي به د ټولو هغو سړکونو د جوړېدو پلان جوړ کړي، چي خلک يې په ستونزو اخته کړي دي.

په کندهار کي په دې وروستیو کي زيات سړکونه کنډ او کپر سوي دي چي جوړولو ته یې پاملرنه نه کیږي.

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، په ښار کي د ځينو کنډ او کپر سړکانو دوړو په تنفوسي ناروغيو اخته کړي دي.

ښاريان وايي، که يې دولت غمه ونه خوري، دوی به له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان سي.

بلخوا د کندهار سرپرست ښاروال محمدنسیم رضايي وايي، په روان مالي کال کي به د ټولو هغو سړکونو د جوړېدو پلان جوړ کړي، چي خلک يې په ستونزو اخته کړي دي.

رضايي وایي، په راتلوونکو دوو مياشتو کي به د بای پاس د سړک کار پیل سي او په دوهمه ناحيه کي د شهرنو سړک يې اعلان ته ورکړی، تر څو قراردادي ته یې ورکړي.

رضايي، زياتوي، هڅه کوي چي د ښکاپور دروازې او کابل دروازې مات سوي سړکونه هم ورغوي.

دا په داسي حال کي ده، چي څه وخت مخکي د کندهار په دريمه ناحيه کي د بای پاس د سړک خلکو دغه سړک د ترافیکو پر مخ تړلی وو، او شکايت يې کوی چي دغه سړک له تیرو ۱۷ کلنو څخه نه دئ جوړ سوی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...