په کندهار کي د پنج شنبې د ورځي رخصتي د زده کوونکو یو دود ګرځیدلی دی

راپور: محمد یار مجروح

دپوهني مسؤلین وايي، له کلونو راهیسي زیاته برخه زده کوونکي د پنجشنبې په ورځ ښوونځیو ته نه حاضریږي چي پدې برخه د والدینو همکاري اړینه ده.

په کندهار  ښار کي د اونۍ په اخره ورځ  ۶۰ سلنه زده کوونکي د ښوونځیو پر ځای میلو ته ځي.

د اونۍ اخره ورځ  د پنجشنبې رخصتي اوس د ښوونځیو د زده کوونکو یو دود ګرځېدلی دی.

په کندهار کي ۶۰ سلنه د لوړو صنفونو زده کوونکي د زهني آرامتیا په موخه د پنجشنبې په ورځ په ډله ییز ډول د ښوونځيو پر ځای میلې کولو ته ځي.

زده کوونکي ددې ستونزي اصلي لامل په ښوونځیو کي د درسي چاپيریال نشتون، د ښوونکو غیر حاضري او د ښوونځیو د آمرینو نه پاملرنه بولي.

یو شمیر ښوونکی د  دا ډول رخصتیو پړه تر ډیره پر والدین ور اړوي چي دخپلو اولادونه څارنه نکوي.

دوی وايي،د دا ډول رخصتیو له امله  ډیری زده کوونکي په ازموینو کي د ګډون څخه پاتیږي.

که څه هم د پوهني مسؤلین یاده ستونزه مني خو زیاتوي چي تر پخوا يې مخه  ډیره نیول سوې ده.

د کندهار د پوهني رئیس عبدالقادر پيوستون پدې برخه کي د والدین همکاري اړینه بولي.

دده په خبره که څم پدې ورستیو کي د ښوونځیو په نظم کي تغیرات راغلي خو پر خپل سر د زده کوونکو د رخصتیو په برخه کي دي والدین همکاري وکړي او اولادونه دي په منظم ډول وڅاری.

بلخوا یو شمیر ښاریان وايي، دستوزي دحل لپاره دي مسؤلین ټنګار زیات کړي او د زده کوونکو لپاره دي درسي چاپيریال برابر سي.

په کندهار کي د بانډار لپاره د جمعې شپه تاریخي مخینه لري، خو د ښوونځیو زده کوونکي يې د ورځي له سره په میلو پيلوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...