پېښه د ولسوالۍ د ناوې په سیمه کي رامنځته سوې چي د ډيورنډ کرښي ته نږدې پرته ده.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز ته وويل چي تیر شپه یوولس بجې په لوړ شمیر کي وسله والو د ناوې پر امنیتي پوسته برید وکړ چي جګړې تر نن سهار ۳ بجو پوري دوام درلود.
دی زیاته وي چي په دې څلور ساعته جګړه کي ۱۶ تنه برید کونکي وسله وال طالبان او ۷ تنه هم پوليس وژل سوي او دغه راز ۱۱ وسله وال او ۴ پوليس ټپیان سوي هم دي.
نوموړي وويل”د سپين بولدک ولسوالۍ اړند د ناوې پر پوسته وسله والو برید وکړ چي په لوړ شمیر کي وسله وال سیمي ته راغلي وو، په جګړه کي د ۱۶ وژل سویو وسله والو له ډلي څخه د ۳ جسدونه په سیمه کي پاته دي او زموږ ۷ تنه پوليس هم وژل سوي.”
خپله وسله والو طالبانو پهدې اړه کومه تبصره نهده کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون