د رسنیو د راپورونو له مخي د سپین بولدک ولسوالۍ په ناوه نومي سیمه کي ډیورنډ فرضي کرښي ته نږدې د پوله ساتو ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته سوې ده. په دې نښته کي اووه افغان پوله ساتي سرتیري وژل سوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
تر اوسه معلومه نه ده چي دغه کسان وسله وال طالبان دي که به پاکستانیو ملیشو پر افغان پوځیانو برید کړی وي.
د کندهار امنیتي چارواکي بیا وایي چي برید طالبانو کړی دی او په پېښه کي یې ۱۶ طالبان وژلي او ۱۶ نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کندهار ولایت په هغو سیمو کي چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرتي دي وخت ناوخت پر افغان ځواکونو دغه ډول بریدونه کېږي.
تر ډیره دغه بریدونه د پاکستاني حکومت وسله والي ملیشې کوي چي د افغان ځواکونو له سخت جواب سره مخ کېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون