د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، چي له هندي لوري سره یې پر مهمو مسئلو اغیزمن بحث کړی دی

محب پرون جمعه د جنورۍ په ۴مه پر ټوېټر لیکلي چي د هند د صدراعظم د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال سره د افغانانو په مشرۍ د سولي پر هڅو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې لپاره د هند پر همکاریو غږېدلی دی.

  حمدالله محب تیره اونۍ د هند په رسمي بلنه هغه هیواد ته ولاړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي چي محب د هند د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

په بیان کي نه دي ویل سوي چي اجیت دووال څه وخت کابل ته سفر کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...