د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې په یوه مارکېټ کي د اورلګیدني له امله دوکاندارانو ته ميلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی وايي، چي اور د مارکیټ د برېښنا په لاینونو کي د شارټۍ له امله لګیدلی و.
نوموړی وايي، اورلګیدني شااوخوا لس ساعته دوام وکړ.
د هغه په خبره، مارکیټ په یوه داسي ځای کي جوړ سوی، چي د اطفایې د ورتګ امکان نه و، نو ځکه خلک دومره زیانمن سوي دي.
خوګیاڼي وویل چي په پرونۍ پیښه کي دوه تنه زخمیان سوي دي او دوکاندارانو ته د رسیدلي مالي زیان په اړه به څیړني وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون