((له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل تکراري او ناکامه هڅه ده))

ډیلي بیسټ نشریې په یوه مطلب کي ویلي، چي د امریکايي حکومت په بیلو پړاوونو کي په ځلونو د امریکايي عسکرو د ایستلو هڅه کړې ده.
سرچینه زیاتوي اوس هم دغه هڅه ناکامه ده او ددې تمه نه سي کیدلای چي امریکا دي د خپلو سرتیرو د ایستلو پرېکړه وکړي او دا پرېکړه دې بریالۍ سي.
په مطلب کي راځي چي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکايي چارواکو ترمنځ پراخ اختلافات موجود دي.
ډيلي بیسټ زیاتوي چي په افغانستان کي وضعیت ته په کتو دا منطقي نه ښکاري چي امریکايي ځواکونه دې له افغانستان و ایستل سي، خو داسي ښکاري چي امریکايي چارواکي د امریکايي وګړو د خولي پټولو لپاره دغه ډول څرګندوني کوي.
سرچینه پر امریکا ږغ کوي چي په افغانستان کي رواني جګړي سره منطقي چلند وکړي او په دې توګه هلته رامنځ ته سوي بحران ته د پای ټکی کیږدي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...