د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره تر لیدني وروسته په یوه خبري کنفرانس کي ویلي چي د افغانستان د سولي لپاره به هڅه کوي.
دده په خبره ټاکل سوې چي ترکیه د افغان سولي په اړه د افغانستان او پاکستان د یوې ګډي غونډي کوربه توب وکړي.
اردوغان ویلي ترکیې مخکي هم هڅه کړي چي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ښه کولو کي مثبت رول ترسره کړي او اوس هم غواړي د دواړو هیوادونو د اړیکو سمولو او افغان سولي په اړه د ترکیې تر ټاکنو وروسته د یوې غونډي کوربه توب وکړي.
اردوغان ټینګار کړی چي په افغانستان کي سوله د ټولې سیمي د ثبات لپاره مهمه ده او ترکیه غواړي چي د سولي په دې خبرو کي همکاري وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون