راپور: مهتمم صالح
د رسنيو سره په خبرو کي د کندهار د کليو د بیارغوني او پراختيا رئیس انجنیر محمد نسيم ايوبي وويل، راتلونکی کال د کندهار په بیلابیلو ولسوالیو کي ۲۰ د اوبو بندونه جوړي او ۲۵ کاريزونه بیا رغوي.
ایوبي وايي، راتلونکی کال به د کندهار د څلورو ولسواليو د ۲۰۰۰ مېرمنو د اقتصاد د پیاوړتيا په موخه د کاري فرصتونه اماده کړي.
دغه راز ايوبي وايي، په روان لمريز کال کي ۴۴ کیلومتره سړکونه يې په ډنډه او پنجوايي ولسوالۍ جغل کېدو ته اماده کړي، چي د ځينو کار يې پای ته رسېدلی او پر ځینو يې کار روان دئ.
ايوبي زياتوي، د ولسي تړون لس کلن پروګرامونه يې په دري ولسواليو پنجوايي، تخته پول او سپين بولدک کي شروع دي او په راتلونکي کال کي به دوې نوري ولسوالۍ هم ورته داخلي سي.
که څه هم د کندهار د کليو دبیارغوني او پرختيا رياست مسولين د خپلو لاسته راوړنو او کارونو په اړه رسنيو ته معلومات ورکوي، خو په ځينو ولسوالیو خلک شکايت کوي، چي هلته زیات سړکونه د تګ راتګ لپاره نه دي جوړ سوي او خلک له بې کارۍ څخه په نشو او نورو خراپاتو لاس پوري کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون