داودزی: تر اوسه مو سعودي غونډي ته د پلاوي استولو پریکړه نه ده کړې

د امریکا په ګډون د سیمي د ځینو هېوادونو او د طالبانو دویمې غونډي ته د چمتوالي په درشل کي افغان حکومت لا دې غونډي ته د کوم پلاوي استولو پرېکړه نه ده کړې.

که څه هم د سولي شورا ویاند پرون وویل چي دوی به دې غونډي ته یو پلاوی ولیږي خو د دې شورا د دارالانشا ریٔس عمر داودزی وایي تر اوسه یې لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې او څو پورې چي طالبانو سره د مخامخ خبرو قوي ضمانت نه وي ورکړل سوی دوی به په یاده غونډه کي ګډون ونه کړي.

هغه زیاته کړه دوی په وار وار له طالب استازي سره د خبرو لپاره پلاوی ټاکلی دی خو هغوی په شا سوي دي نو تیرو تجربو ته په کتو به له ضمانت پرته کوم پلاوی سعودي ته ونه لیږي.

دا په داسي حال کي ده چي ټاکل سوې روانه میلادي میاشت د سعودي په جده کي د امریکایي پلاوي په ګډون د سیمي ځیني هیوادونه له طالب استازو سره خپله دویمه ناسته ترسره کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...