ارګ: د رادار سیسټم نصبولو سره به عواید ۱۵میلیارد افغانیو ته لوړ سي

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي د رادار د خپلواکو سیسټمونو د نصبولو او د هېواد په ټولو لایتونو کي د پنځو دریایي حوزو لپاره د سیمي جالیو د پیرلو او لېږد قرادادونه یې لاسلیک کړي دي.

له ارګه په خپرې سوې خبرپاڼه کي راغلي، د دې دواړو پروژو د پیرلو او لیږد قراردادونه  د اړوند مسٔوولینو له لوري د ولسمشر غني په حضور کي لاسلیک سوي دي.

سرچینه کاږي، د ګبیون پروژې په پلي کولو سره به د لومړي ځل لپاره د سیلابونو د خطرونو او د ځمکي او املاکو د تلفاتو مخنیوی وسي او دا کار د اوبو د مدیریت لامل هم ګرځي.

د رادار سیستم له برکته به ملي عواید له ۱۲ څخه ۱۵ میلیارد افغانیو ته لوړ سي، د افغانستان فضايي خپلواکي به لا پیاوړي او په فضایي حریم کي به ټولي الوتني تر کنټرول او مدیریت لاندي راسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...